د امريکا جنګي بيړۍ له اجازې پرته د چين ژن ای پرښې ته نږدې شوې
CMG2023/12/04 10:24:22
شريکول:

 

د چين د جنوبي جنګي سيمې مطبوعاتي وياند تيان جون لي څرګنده کړې، چې د امريکا ګيفورډز(Giffords) جنګي بيړۍ د ډسمبر په ۴مې نېټې د چين د حکومت له اجازې پرته د دغه هېواد په جنوب کې د ژن ای پرښې شاوخوا سمندري سیمې ته ننوتلې او په خبره یې، ټول بهير يې د چين د خلکو ازادۍ بښوونکي پوځ د جنوبي جنګي سيمې د پوځيانو تر څار لاندې دی.

نوموړي ويلي، چې امريکا قصداً د جنوبي سمندرګي حالت را پاروي، د چين پر ملي حاکميت او امنيت سخت تېری کوي، د سيمې سوله او ثبات خرابوي او له نړيوال قانون او د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه سرغړونه کوي.

د تيان جون لي په وينا، د امريکا دغه پاروونکې کړنې د دې ښکارندويي کوي، چې واشنګټن د جنوبي سمندرګي سولې او ثبات ته تر ټولو لوی ګواښ دی.

چين د جنوبي سمندرګي پر ټاپوګانو او شاوخوا سمندري سيمې نه بحث کېدونکی حاکميت لري، د جنوبي جنګي سيمې ځواکونه هميشه د بېدارۍ حالت کې دي او د هېواد ملي حاکميت او

د جنوبي سمندرګي سوله او ثبات ټينګ ساتي.