د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون ینګ اعلان وکړ چې د دغه هېواد او اروپايي ټولنې د موافقې له مخې، د چين او اروپايي ټولنې د مشرانو ۲۴مه غونډه به د ډسمبر په ۷مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شي.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ به د اروپايي شورا له رئيس چارليس ميشيل او د اروپايي کميسيون له رئيسې ون دير ليين سره ليدنه وکړي.
د چين صدارعظم لي چيانګ به له ښاغلي ميشيل او مېرمنې ليين سره په ګډه دغې غونډې مشري وکړي.
(ژباړه: شکريه)