د فلسطين رسنۍ: اسرائيلي ځواکونو د غزې پر دوو ښوونځيو هوايي بريدونه کړي، ۵۰ کسان يې وژلي
CMG2023/12/05 10:10:05
شريکول:

د فلسطين ټلويزيون د ډسمبر په ۴مې نېټې خبر ورکړی، اسرائيلي ځواکونو د همدې ورځې په ماسپښين د غزې پر دوو ښوونځيو هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي دي.

خبر وايي، د اسرائيلي ځواکونو د يادو بريدونو له امله څو سوه کسان ټپيان شوي هم دي او د غزې يو روغتون ته لېږدول شوي دي.

عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، چې په دغو دوو ښوونځيو کې زيات شمېر بې کوره او بېځايه شوي کسان اوسيدل، چې اسرائيلي ځواکونو پرې هوايي بريدونه کړي دي.

د غزې تړانګې روغتيايي څانګې د ډسمبر په ۴مې نېټې څرګنده کړې، چې د تېر اکتوبر له ۷مې نېټې راهيسې د غزې تړانګې پر ضد د اسرائيلي ځواکونو د پوځي عملياتو له امله ۱۵۸۹۹ فلسطينيان وژل شوي او ۴۲ زره نور ټپيان دي.