ګوټرېش یو ځل بیا په غزه کې د دوامدار اوربند غوښتنه وکړه
CMG2023/12/05 10:28:54
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د ډسمبر په ۴مې نېټې د خپل وياند له لارې يوه اعلاميه خپره کړې او يو ځل بيا يې په غزه کې د دوامدار بشري اوربند غوښتنه کړې ده.

د سرمنشي ګوټريش ویاند سټېفن دوجاریک په اعلامیې کې ویلي، چې ګوټرېش په غزه کې د اسرائیل، حماس او نورو فلسطیني وسله والو ډلو ترمنځ د دښمنانه اقداماتو د بیا پیلېدو په باب حیرانتيا ښودلې او د اردن سیند لویديځې غاړې په اشغال شوې فلسطيني خاورې کې يې د تاوتریخوالي پر سختېدو جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

ګوټرېش په اعلامیې کې له اړوندو خواوو غوښتي، چې د نړیوالو بشري قوانینو له مخې خپل مکلفیتونه مراعات کړي او پر اسرائیلي ځواکونو يې غږ کړی، چې د غزې بشري وضعیت د ښه والي لپاره له ويجاړوونکو کړنو او اقداماتو لاس واخلي او ملکي وګړيو ته دې زيانونه نه رسوي.

نوموړي د شخړې له ښکېلو خواوو غوښتي، چې د طبي کارکوونکو، ژورنالېستانو او د ملګرو ملتونو پرسونل په شمول ملکي وګړي او ملکي بنسټيز تاسیسات خوندي وساتي او بشري مرستې باید له ځنډ پرته غزې ته ورسول شي.