د چين د بشري حقونو د مطالعاتو ټولنې د ډسمبر په ۴مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د بشري حقونو نړيوالې اعلاميې د خپرېدو د ۷۵مې کاليزې په پار سيمينار تر سره کړی دی.
د سيمنار برخوالو د يادې اعلاميې د محتوياتو، روحيې، اغېزې او اهميت او په نوې زمانې کې د چين د بشري حقونو د پرمختګ په اړه د نظريو تبادلې کړې دي.
د انسانانو د ګډو ارزښتونو ترويج او د بشري حقونو د نړيوالې حکومتولۍ د لا عادلانه، معقولې او ټولشمولې لارې پرمخبېول د دغه سيمينار موخې بلل شوې دي.
د چين د بشري حقونو د مطالعاتو ټولنې مشر بايما جيلي ياد سيمينار ته ويلي، چې هېواد يې په تېرو ۷۵ کلونو کې د بشري حقونو نړيوالې اعلاميې فعال او ټينګ پلی کوونکی و او د بشري حقونو تاريخي لاسته راوړنو يې چيني شکله عصري لاره پيدا کړې ده.
(ژباړه: شکريه)