مالديو له هند سره هوکړه کړه، چې له دغه هېواده خپل پوځيان وباسي
CMG2023/12/05 09:59:58
شريکول:

د مالديو ولسمشر محمد مويزو د ډسمبر په ۳مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې  له هند سره يې تر يو لړ رغنده خبرو اترو وروسته له دغه هېواده د هندي پوځيانو د وتلو په اړه هوکړه کړې ده.

د مالديو د ولسمشرۍ ماڼۍ د ډسمبر په ۳مې نېټې د يوې اعلاميې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې ولسمشر محمد مويزو د خپل بهرني سفر تر پای ته رسېدو وروسته د دغه هېواد په يو نړيوال هوايي ډګر کې خبري رسنيو ته يادې څرګندونې کړې دي.

ولسمشر محمد مويزو ويلي، هند ژمنه کړې، چې د مالديو د خلکو له ارزو سره سم به په دغه هېواد کې له خپل پوځي شتون څخه لاس واخلي او په خبره يې، ډېر ژر به له مالديو څخه د خپلو پوځيانو د وتلو کارونه بشپړ کړي.