چين د افغانستان د دوست ګاونډي په توګه نه غواړي چې دغه هېواد له نړيوالې ټولنې جلا شي
CMG2023/12/05 21:57:06
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ۵مه يوه نوبتي خبري ناستې مشري وکړه. يو خبريال په خبري ناسته کې پوښتنه وکړه چې بلال کريمي په رسمي توګه په چين کې د افغاستان اسلامي امارت د لوی سفير دنده پيل کړه، آيا چين په رسمي توګه د افغانستان اسلامي امارت منلی؟ په دې هکله وياند وانګ ون بين وويل، چين تل د افغانستان د عنعنوي دوست ګاونډي هېواد په توګه دا نظر لري، چې افغانستان بايد له نړيوالې ټولنې څخه جلا نشي. په همدې وخت کې موږ هېله لرو چې افغانستان د نړيوالې ټولنې تمې ته ځواب ورکړي، پرانيستي او ټول شموله سياسي چوکاټ جوړ کړي، نرمې او ثابته کورنۍ او بهرنۍ تګلارې غوره کړي، له بېلا بېلو تروريستي ځواکونو سره ټينګه مبارزه وکړي، د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونديو هېوادونو سره دوستانه همکارۍ ولري او ژر تر ژره د نړيوالې ټولنې په لويه کورنۍ کې شامل شي.