د امريکا د واشينګټن ايالت په اورچارډز کې د ډسمبر په ۳مې نېټې د ډزو پېښه شوې، چې له امله يې د بريدګر په ګډون ۵ کسان وژل شوي دي.
د واشينګټن پوليسو ويلي، چې ياده پېښه د اورچارډز استوګنيزې سيمې په يوه کور کې شوې او پنځه جسدونه يې موندلي دي.
د پوليسو په خبره، بريدګر له ډزو وروسته خپل ځان هم وژلی دی.
د روان کال د ډسمبر تر ۴مې نېټې پورې، په امريکا کې د ډزو ۶۲۷پېښې شوي او له ۳۹ زرو او ۸ سوو زيات کسان له دې امله وژل شوي دي.