ايران او کیوبا همکاریز سندونه لاسلیک کړي دي
CMG2023/12/05 15:16:41
شريکول:

د ایران دولتي اژانس د ډسمبر په ۴مې نېټې خبر ورکړی، چې د کیوبا دولت رئیس دیاز کانیل په همدې ورځ له ایران څخه رسمي لېدنه کړې او له ولسمشر سید ابراهیم رایسي سره يې په دوه اړخيزو اړيکو خبرې کړې دي.

دواړو خواوو د ټکنالوژۍ، روغتیا، کرنیزو چارو او انرژۍ په شمول ځينو برخو کې همکاریز سندونه لاسلیک کړي دي.

د ایران ولسمشرۍ ماڼۍ پر خپلې ویبپاڼې يوه اعلاميه خپره کړې، چې له مخې يې د ايران او کيوبا مشران تر خپلمنځي خبرو وروسته په یوې مطبوعاتي غونډې کې راڅرګند شوي او د نړیوال تسلط سیسټم پر ضد يې د مبارزې غږ پورته کړی دی.

د ایران او کیوبا خلک د امریکې له سختو بندیزونو سره مخ دي او مشرانو يې ويلي، چې په مختلفو برخو کې به خپلمنځي اړیکې ښې کړي او دا چاره يې د واشنګټن د بندیزونو له امله د رامنځته شوې منفي اغېزې د کمښت لپاره یوه مهمه لاره بللې ده.