د چين د پوسټ دولتي ادارې د ډسمبر په ۵مې نېټې ويلي، چې د روان کال له پېل څخه د ډسمبر تر ۴مې نېټې پورې د چټک پوسټ د بستو شمېر يې له ۱۲۰ ميليارډو څخه ډېر و.
شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۳م کال له مارچ راهیسې، په چين کې د چټک پوسټ د بستو د لېږد مياشتنی شمېر له لسو ميليارډو څخه زيات او مياشتنی عايد يې له ۹۰ ميليارډو يوانو څخه پورته و او دغو شمېرو نوی ريکارډ جوړ کړی دی.
(ژباړه: شکريه)