په تېرو ۱۱ مياشتو کې د چين او اروپا تر منځ ۱۶۱۴۵ بار وړونکو اورګاډو تګ راتګ کړی
CMG2023/12/05 14:57:00
شريکول:

د چين د پټلۍ دولتي ګروپ خبر ورکړی، چې د روان کال په تېرو ۱۱ مياشتو کې د چين او اروپا تر منځ ۱۶۱۴۵ بار وړونکو اورګاډو تګ راتګ کړی، چې دا شمېر د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله ۷ سلنه زياتوالی ښيي.

يادو اورګاډو د چين ـ اروپا ترمنځ ۱.۷۴۹ ميليونه کانټينرونه لیږدولي، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۱۹ سلنه ډېروالی او عمومي حجم يې د تېر ۲۰۲۲م کال په پرتله زياتوالی ښيي.

د چين او اروپا ترمنځ اورګاډي د چين او د ۲۵ اروپايي هېوادونو ۲۱۷ ښارونو ترمنځ تګ راتګ کوي.

(ژباړه: شکريه)