اسرائيل د غزې تړانګې په جنوب کې پر خان يونس ښار سخت هوايي بريدونه کړي
CMG2023/12/05 10:08:11
شريکول:

د فلسطين خبري رسنيو د ډسمبر په ۴مې نېټې خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو د همدې ورځې په ماسپښين د غزې تړانګې په جنوب کې پر خان يونس ښار سخت هوايي بريدونه کړي او له ځايي فلسطيني وسله والو سره يې سختې نښتې کړې دي.

د فلسطين يوې سرچينې رسنيو ته ويلي، چې د اسرائيلي ځواکونو هوايي بريدونه خورا سخت وو او د خان يونس ښار له څو ځايونو دودونه پورته کېدل، خو د مرګژوبلې په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

د فلسطين استخبارتي ادارې په همدې ورځ ويلي، چې د غزې تړانګې استخبارتي شبکه او انټرنيټي خدمتونه د اسرائيلي ځواکونو د يادو بريدونو له امله بيا بند شوي دي.

دغه راز د فلسطين سرې میاشتې ټولنې هم خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې له طبي پرسونل سره يې اړيکې بيخي قطع شوې دي.