د ليبيا د ناقانونه کډوالو اداره د ډسمبر په څلورمه نيټه ۱۴۷ تنه ناقانوني کډوال بيرته خپل هيواد نايجيريا ته ولیږلي دي.
د ليبيا د ناقانونه کډوالو ادارې د معلوماتو دفتر مشر رسنیو ته وويل چې د نايجريا څخه ۱۴۷ تنه ناقانونه کډوال به د طرابلس ميتيګا له نړيوال هوايي ډګر څخه ووځي او بيرته خپل هيواد ته واستول شي. په دې کې ۱۲۲ ښځې او ۲۵ نارینه شامل دي.