وانګ يي د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې د ۷۵مې کاليزې په پار د نړيوال سمينار د پرانيستې په مراسمو کې ګډون کړی
CMG2023/12/05 22:47:09
شريکول:

چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنیو چارو وزير وانګ يي د ډسمبر په پنځمه نېټه د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې د ۷۵مې کاليزې په پار د نړيوال سمينار د پرانيستنې په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

هغه په خپلو خبرو کې ويلي چې د بشري حقونو نړيواله اعلاميه د انساني تمدن د پرمختيا په تاريخ کې ډېر اهميت لري او د نړۍ د بشري چارو پر پرمختګ يې ژوره اغيزه کړې او کوي يې. له ۷۵ کلونو راهيسې نړيوالې ټولنې د دې اعلاميې د موخې د تر سره کولو لپاره ګډې هڅې کړې چې د بشري حقونو د ساتنې د افکارو له کبله نړيوال اغیزمن شوي او د بشري حقونو نړیوال سيستم ورځ تر بلې بشپړ شوی او د بېلا بېلو هېوادونو بشري حقونه لا تضمين شوي دي.

هغه پر دې ټینګار کړی چې د بشري حقونو د تامين لپاره د چين له خوا انتخاب شوې پرمختيايي لاره د چين له مشخصاتو او د چينايانو له هيلو سره سمون لري. چين به په ټينګې ارادې سره په دې لور روان شي او غواړي چې د برابرۍ او درناوي پر بنسټ له بېلا بېلو هېوادونو سره د نظريو تبادلې وکړي، يو له بلم تجربې زده کړي او يو د بل کمبود پوره کړي تر څو د دې اعلاميې کې ټاکلې موخې تر سره شي.

د خبر له مخې دغه سمينار د چين د بشري حقونو د پرمختيايي صندوق په کوربه توب په بېجينګ کې تر سره شو. د اسيا، افريقا، لاتينې امريکا او اروپا او د ملګروملتونو د بشري حقونو اړوندو لوړ پوړيو چارواکو، په چين کې د ډېرو هېوادونو سفيرانو او ډيپلوماټانو، کارپوهانو او د ملکي سازمانونو استازو پکې ګډون درلود.