بېجينګ: د چين او اروپايي ټولنې مشرانو کتنې ته په تمه يو
CMG2023/12/05 09:59:03
شريکول:

د چين او اروپايي ټولنې په ګډې سلامشورې د دواړو خواوو د مشرانو کتنه به د ډسمبر په ۷مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې تر سره شي.

د چين خارجه وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ۴مې نېټې په يوې نوبتي خبري ناستې کې هيله ښودلې، چې د چين او اروپايي ټولنې د مشرانو ياده کتنه به مهم رول ولوبوي او د دواړو خواوو د خپلمنځي اړيکو د سالم پرمختګ لپاره به ستراتيژيکه لارښوونه وکړي.

وياند وانګ ون بين ويلي، د چين او اروپايي ټولنې د مشرانو کتنه د دواړو خواوو يو کلنی ميکانيزم دی، چې د خپلمنځي اړيکو په پرمختګ کې يې لارښوونکی رول لري. روان کال د چين او اروپايي ټولنې د هراړخيزو همکاريزو اړيکو له ۲۰مې کليزې او د دواړو خواوو مشرانو د کتنې ميکانيزم له ۲۵مې کليزې سره برابر دی. نو ځکه د چين او اروپايي ټولنې مختلفو خواوو او نړيوالې ټولنې يادې لېدنې ته پام اړولی دی.

نوموړي زياته کړې، چين دغې کتنې ته خورا په درنه سترګه ګوري. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د اروپايي شورا له مشر چارلس ميشل او د اروپايي کمېسيون له مشرې اورسوله ون دير لېن سره کتنه ولري او صدر اعظم لي چيانګ به د ارويايي ټولنې له يادو دوو مشرانو سره د دغې کتنې مشري وکړي. د دواړو خواوو مشران به د چين او اروپايي ټولنې اړيکو د لوريزې او ستراتيژيکې مسئلې او د ګډې علاقې وړ نړيوالو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړي او د دوه اړخيزو اړيکو پرمختګ نقشه، مهم ټکي او خوځنده ځواک به برابر کړي.