په بېجينګ کې د بشري حقونو نړيوالې اعلاميې د ۷۵مې کليزې د ياد نړيوال سيمينار تر سره شو
CMG2023/12/06 10:36:55
شريکول:

د بشري حقونو نړيوالې اعلاميې د ۷۵مې کليزې د يادونې په پار نړيوال سيمينار چې د چين د بشري حقونو پرمختيايي صندوق لخوا جوړ شوی، د ډسمبر په ۵مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې تر سره شو.

د سیمينار کورنيو او بهرنيو ګډونوالو د بشري حقونو نړيوالې اعلاميې د روحيې او د بشري حقونو د نړيوال مديريت د اړوندو مسئلو او ننګونو او په نوې زمانې کې د بشري حقونو په ساتلو کې د چين پر لاسته راوړنو او تجربو بحثونه کړي دي.

د سعودي عربستان د بشري حقونو کمېټې مشر شاهيم  الشيخ د بشري حقونو نړيواله اعلاميه د مساوات، عدالت او د انساني کرامت د ساتلو په پار د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ لخوا تر ټولو مهم تصويب شوی سند بللی او هيله يې ښودلې، چې نړيواله ټولنه د ياد نړيوال سيمينار په جوړېدو يو لړ موافقې ولري او د نړيوالو معيارونو په رڼا کې د مختلفو هېوادونو بشري حقونه وساتي او چارې يې پرمخ بوزي، څو نړيواله سوله او امنيت خوندي شي.

د بروندي د بهرنيو چارو او پرمختيايي همکارۍ وزارت مرستيال شيردي مانيلېکانا د خپلو خبرو په ترڅ کې د چين د بشري حقونو پرمختيايي مفکوره او چارې د زده کړې وړ بللې دي او په خبره یې، نړيواله ټولنه بايد د بشري حقونو د مديريت يو مساوي او عادلانه ډګر جوړ کړي، څو د بشري حقونو نړيوالې چارې پرمختګ ومومي.