د روسيې صدراعظم: هېواد یې سږکال په زياتې اندازې زغره والې وسلې او بې پيلوټه الوتکې توليد کړي
CMG2023/12/06 10:31:06
شريکول:

د روسیې صدراعظم ميخايل ميشوستين د ډسمبر په ۵مې نېټې د دې هېواد د پوځي اړتياوو د تضمين او همغږۍ کمېټې په يوې غونډې کې ویلي، چې روسیې په روان ۲۰۲۳ کال کې د زغره والو وسلو تولیدي اندازه ۲ چنده زیاته کړې او د فضايي سامان الاتو او بېپيلوټه الوتکو تولیدي اندازه یې هم یو چند زیات کړی دی.

د روسيې پر حکومتي ويبپاڼې د لومړي وزیر ميشوستين په قول خبر ورکړی، چې د روان کال په تېرو ١١ مياشتو کې د روسيې د اړوندو توکو توليدي اندازه د تېر کال په پرتله د پام وړ زياته، لکه د مخابراتي وسايلو، وسلو، الکترونيکي جنګ او اکتشافي تجهيزاتو تولیدي اندازه يې ۴ برابره زيات شوی او د موټرو تولیدي اندازه يې شاوخوا ۲ چنده زیات شوی دی.