د امريکا پر پخواني ډيپلومات د جاسوسۍ تور لګېدلی
CMG2023/12/06 10:31:56
شريکول:

د امريکا عدليې وزارت د ډسمبر په ۴مې نېټې خبر ورکړی، چې د فدراسيون څارنوال د دغه هېواد پر پخواني لوړ پوړي ډيپلومات ۷۳کلن ويکتور مانوير روچا د کيوبا حکومت ته د جاسوسۍ کولو تور لګولی او په وينا يې، نوموړي له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې د امريکا په حکومتي ادارو کې ډېر نفوذ کړی دی.

د کيوبا حکومت تر اوسه د امريکايي څارنوال ياد تور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د مالوماتو له مخې، ۷۳کلن روچا کلمبيا الاصله امريکايی دی، په ۱۹۸۱ کال کې يې د امريکا په خارجه وزارت کې دنده پېل کړې، له ۱۹۹۴ کال نه تر ۱۹۹۵ کال پورې يې د امريکا د ملي امنيت کمېسيون کې کار کړی، له ۲۰۰۰ کال نه تر ۲۰۰۲ کال پورې يې په بوليوي کې د امريکا د سفير په توګه کار کړی او له ۲۰۰۶ کال نه تر ۲۰۱۲ کال پورې يې د امريکايي پوځ د جنوبي قوماندانۍ د قوماندان سلاکار په حیث دنده ترسره کړې ده.

( سپوږمۍ)