چين د اقليمي بدلون په اړه خپلې کړې ژمنې پوره کوي
CMG2023/12/06 11:36:57
شريکول:

  اوس په نړۍ کې هرڅوک ممکن دا احساس لري چې خرابه هوا ورځ تر بلې ډېرېږي او اقلیمي بدلون یو ریښتینی بحران ګرځېدلی دی. د هوا پېژندنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليک کوونکو ۲۸ مې غونډې يا کوپ ۲۸ (COP28)د پرانیستلو په ورځ یو راپور خپور کړ او اعلان یې وکړ چې ۲۰۲۳م کال په ثبت شوي تاریخ کې ترټولو ګرم کال دی. د سختو ننګونو په وړاندې، د کوپ ۲۸ غونډه غواړي د پاریس تړون د پلي کولو له حالت سره سم له خلکو څخه غوښتنه وکړي چې د فوسیل انرژۍ او د شنو خونو ګازونو د خپرېدو د کمولو لپاره لااغېزناک ګامونه پورته کړي څو د تودوخې زیاتوالی تر ۱،۵ درجې پورې محدود وساتي.

چين د نړۍ د لومړي لوی پرمختيايي هېواد په توګه د پاريس تړون د پلي کېدو په بهير کې کیلیدي رول لوبولی او اوږدمهاله موخې ته د رسېدو لپاره يې خپلې هڅې کړې دي. له اقليمي بدلون سره مقابله د چین ملي ستراتيژي ګرځېدلې ده. په ۲۰۲۲م کال کې د چین د کاربن دای اکسایډ د خپرېدو اندازه د ۲۰۰۵م کال په پرتله له ۵۱ سلنې څخه ډېره کمه شوې او د غیر فوسیلي انرژۍ مصرفي انډول ۱۷،۵ سلنې ته رسېدلی دی. له تېرو لسو کلونو راهيسې په چين کې د انرژۍ مصارف په منځنۍ توګه هر کال ۳ سلنه زياتوالی پکې راغلی چې د ۶،۲ سلنې اقتصادي ودې ملاتړ یې کړی دی.

په عين وخت کې چين په فعاله توګه د نړيوال اقليمي بدلون غوره حکومتولۍ ته وده ورکوي او له نورو پرمختيايي هېوادونو سره مرستې کوي. د روان کال د جون تر پایه پورې، چين له ۳۹ پرمختيايي هېوادونو سره د اقليمي بدلون په اړه د جنوب- جنوب همکارۍ ۴۶ سندونه لاسليک کړي دي.

چين ولې د نړيوال اقليمي بدلون غوره حکومتوالۍ په برخه کې فعال شوی دئ؟ دا هغه څه نه دي چې نور یې غوښتنه کوي، بلکې هغه څه چې چین یې پخپله کوي. ځکه چې د چين په دوديز کلتور کې د انسان او طبيعت تر منځ همغږۍ نظريه شته، له اقليمي بدلون سره مقابله د چين د دوامدار پرمختګ لپاره يوه داخلي اړتيا ده او د چيني شکله عصري کېدو يوه مهمه ځانګړنه "د انسان او طبيعت تر منځ همغږي" ده او دا د یو مسؤلانه هېواد اړینه نړیواله دنده هم ده. په دې وروستیو ورځو کې د امریکا د ستراتیژیک لاسرسي مشورتي شرکت اجرایوي رییس ډیویډ ډوډویل یوه مقاله لیکلې، پکې ویل شوي چې هېوادونه باید د اقلیم د عمل په برخه کې له چین څخه زده کړه وکړي.

چين يو پرمختيايي هېواد دی چې ډېر نفوس لري او  انرژۍ يې نسبتاُ کمه ده او د زرغون اقتصاد او نوښت د پرمختګ په بهير کې له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دی. چين په تېرو څو لسيزو کې د صنعتي کېدو بهير تجربه کړی کوم چې لوېديځو پرمختللي هېوادونو يې په سلګونو کلونه تېر کړي دي، دا به په نړۍ کې د کاربن د ایستنې په شدت کې تر ټولو زيات کمښت هم پوره کړي، دا مشکل له تصور نه بهر دی او سترو هڅو ته اړتیا لري.

چين به په پر له پسې توګه له نړيوال اقليمي بدلون سره د مبارزې لپاره تر خپله وسه پورې هڅه وکړي، خو دا بسنه نه ده چې یوازې یو څو هېوادونو په هڅو تکیه وکړو، دا اړینه ده چې څو اړخیزم پلی کړو او نړیوالې همکارۍ پياوړې کړو. په تېره بیا پرمختللي هېوادونه د اقلیمي بدلون تاریخي مسؤلیت په غاړه لري او باید لومړی د کاربن دای اکسایډ د خپرېدو په کمولو کې رول ولوبوي او پرمختيايي هېوادونو ته د اقلیمي کړنو لپاره د پانګونو، تخنیکونو او روزنې په برخو کې ملاتړ برابر کړي.

د تازه خبر له مخې، د کوپ ٢٨ غونډې له پرانيستلو راهيسې په لومړيو څلورو ورځو کې د بېلا بېلو هېوادونو حکومتونو، شرکتونو او پانګوالو د اقليمي اجنډا لپاره څه دپاسه ۵۷ میليارډ امريکايي ډالره بوديجه ورکړې ده.