روغتيا نړيوال سازمان خبر ورکړی، چې د فلسطين او اسرائيل تر منځ د روانې شخړې په درشل کې، په غزې تړانګې کې د روغتونونو شمېر له ۳۶ څخه ۱۸ ته کم شوی دی.
ياد سازمان په غزې کې د شخړو او بريدونو پر بيا پيلېدو اندېښنه څرګنده کړې او له اسرائيلي ځواکونو يې غوښتي، چې د ملکې وګړو او د روغتونونو په شمول پر ملکي بنسټيزو تاسئساتو بريدونه ونه کړي.
روغتيا نړيوال سازمان د ډسمبر د ۴مې نېټې په شپه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د غزې په جنوب کې نورو ګڼو ملکي وګړو خپل کورونه پرېښودلي او په کوچنيو ځایونو کې اوسيږي.
اعلاميه وايي، د بې کوره شويو کسانو په سيمو کې نيمايي روغتونونه تړل شوي او پاتې روغتونونه له طبي توکو، خوړو، اوبو او طبي کارکوونکو له کموالي سره مخ دي.
د مالوماتو له مخې، د غزې ۸۰ سلنه وګړيو خپل کورونه او کلي پرېښودلي دي.