شي جين پينګ د مادګسکار جمهوریت د ولسمشر په توګه د اندري نارينه رجیولینه د بیا ټاکل کیدو په مناسبت مبارکي وويله
CMG2023/12/06 22:25:47
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د ډسمبر په ۵مه د مادګسکار جمهوریت د ولسمشر په توګه د اندري نارينه رجیولینه د بيا ټاکل کيدو په مناسبت نوموړي ته مبارکي وويله.

شي جين پينګ د مبارکۍ په پيغام کې لیکلي چې د چین او مداګسکار ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کلونو کې چټک پرمختګ موندلی او په بېلا بېلو ساحو کې همکارۍ بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي.

ده ويلي: غواړم چې له ولسمشر اندري رجیولینه سره یو ځای د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا ټينګښت لپاره په ګډه کوښښونه وکړم.