د خلیج همکارۍ کمېسيون په غزه کې د بشري اوربند غوښتنه کړې
CMG2023/12/06 10:53:41
شريکول:

د خلیج همکارۍ کمېسيون د مشرانو ۴۴مه غونډه د ډسمبر په ۵مې نېټې د قطر په پلازمېنې دوحې کې تر سره شوه.

د غونډې ګډنوالو په يوې اعلاميې کې په غزه کې د هراړخیز او دوامداره اوربند غوښتنه کړې او د شخړې پر ښکېلو خواوو يې غږ کړی، چې جنګ پای ته ورسوي او اجازه دې ورکړي، چې غزې ته بشري مرستې واستول شي.

اعلاميه وايي، د منځني ختیځه سیمه له خطرناکو ننګونو سره مخ شوې او پر غزې د اسرائیل بې توپیره بمباري یې غندلې ده او همدا يې د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل بللی دی.

 اعلامیې کې اسرائيلو ته خبرداری ورکړل شوی، که ځواکونه يې پر غزې روان تيری ونه دروي او جګړې ته زور ورکړي، نو خطرناکې پايلې به ولري او د سيمې پر امنيت او نړيوالې سولې به جدي اغېزې وکړي.

د قطر امیر تميم بن حمد الثاني پر ټولنیزو رسنیو ویلي، چې د غونډې ګډنوالو د فلسطین د خپلواک دولت له جوړولو بيا ملاتړ څرګند کړی دی.