وانګ يي له خپل برېتانوي سيال سره ټليفوني خبرې وکړې
CMG2023/12/06 10:34:02
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو غړي او خارجه وزير وانګ يي د ډسمبر په ۵مې نېټې په بلنې سره د بريتانيې خارجه وزیر ډېويد کامېرون سره ټليفوني خبرې کړې دي.

وانګ يي له خپل برېتانوي سيال سره په خبرو کې ويلي، چې چين او برېتانيا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي دي او د نړيوالې سولې او ثبات په ساتلو کې مهمې دندې لري.

نوموړي ويلي، د دواړو هېوادونو اړيکو ثابت او سالم پرمختګ نه يوازې د خلکو له اساسي او دايمي ګټو سره سمون خوري، بلکې د نړيوالې سولې او سمسورتيا لپاره هم ستراتيژيک او نړيوال اهميت لري.

وانګ يي چين او برېتانيا يو د بل پرمختيايي فرصت بللی او هيله يې ښودلې چې برېتانيا د چين په اړه سم پوهاوی خپل کړي او د خپلمنځي اړيکو پرمختيايي لوری یې وټاکي.

د برېتانيې خارجه وزير ډېويد کامېرون له خپل چيني سیال سره په ټليفوني خبرو څرګنده کړې، چې په اوسنۍ نړۍ کې کوم هېواد د نړيوالو ننګونو پر وړاندې په يوازې سر مقابله نشي کولی او د بريتانيا او چين ترمنځ تماس او همکارۍ يې د دواړو هېوادونو په ګټه بللې دي.

نوموړي ويلي، برېتانيا له چين سره د اړيکو د پرمختګ په هڅه کې ده او غواړي تګ راتګ ورسره وساتي.

ډېويد کامېرون د چين د څواړخيزم د ملاتړ دريځ ستاينه کړې او تمه يې ښودلې، چې بېجينګ په نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو کې لا زيات رول ولوبوي.