وانګ يي له امريکايي سیال انټوني بلینکن سره ټلیفوني خبرې کړي
CMG2023/12/06 15:38:20
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او  بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د ډسمبر په ۶مې نېټې د امریکا د بهرنيو چارو وزیر انټوني بلینکن په بلنه ورسره ټلیفوني خبرې کړې دي.

بلینکن له وانګ يي څخه مننه کړې، چې د امریکې د پخواني بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر د تعزیت په مراسمو کې يې ګډون کړی و.

وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ویلي، ډاکټر کیسنجر پر دې باور و، چې چین او امریکا باید د متقابل دروناوي پر اساس اوږده په اوږده له ننګونو سره مقابلې وکړي او د هغه ډيپلوماتيکې چارې د راتلونکي نسل لپاره غوره ميراث بللی دی.

نوموړي ویلي، رئیس شي جين پينګ له خپل امريکايي سیال جوبایډن سره په سانفرانسیسکو کې بریالی او مهم ملاقات درلود او په وينا يې، اوس د دواړو خواوو مهمه دنده دا ده، چې د دواړو مشرانو موافقې جدي تطبیق کړي او د چین او امریکې د اړیکو ثابت تمایل وساتي او د مناسب او ثابت پرمختګ په لوري يې رهي کړي.

وانګ يي د تایوان مسئلې په هکله یو ځل بیا د چین جدي دریځ څرګند کړی او تایوان یې د چین نه بېلېدونکي برخه ياده ده.

دواړو خواوو د فلسطین او اسرائیل د روانې شخړې په اړه هم د نظریو تبادلې کړې دي.

انټوني بلینکن له منځني ختيځ څخه د خپلې وروستۍ لېدنې او د فلسطین او اسرائیل د روان وضعیت په اړه د واشنګټن نظر په ډاګه کړی او د دوو هېوادونو له لایحې سره يې موافقه ښودلې ده.