د روان کال په لومړيو ۱۱ مياشتو کې اروپا ته د چين پټليو اکسپرېس ارګاډيو شمېر له ۲۰۲۲م کال نه زيات و
CMG2023/12/06 11:34:10
شريکول:

د چين د پټلۍ ملي ګروپ د نومبر په ۵مې نېټې خبر ورکړی، چې د روان ۲۰۲۳م کال په تېرو ۱۱ مياشتو کې اروپا ته د چين د پلټيو اکسپرېس لخوا ۱۶۱۴۵ بار وړونکي اورګاډي لېږل او په دې وسيله ۱.۷۴۹ ميليونه کانټينرونه لېږد را لېږد شوي دي، چې د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله په جلا توګه ۷ او ۱۹سلنه زياتوالی ښيي. دغه راز د لېږل شويو بارونو عمومي اندازه د ۲۰۲۲ کال په پرتله زيات شوی دی.

تر اوسه د اروپا د ۲۵ هېوادونو ۲۱۷ ښارونو ته د چين د پلټيو اکسپريس اورګاډي رسېږي.

(ژباړه: شکريه)