وانګ يي به د لنڅانګ سیند او مې ګونګ سیند په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د همکاریز میکانیزم د بهرنیو چارو وزیرانو اتمې غونډې مشري وکړي
CMG2023/12/06 22:30:56
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د ډسمبر په ۶مه اعلان وکړ، د مې ګونګ سیند په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره تر مشورې وروسته مو پرېکړه وکړه چې د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړی او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي به د روانې میاشتې په ۷مه په بېجینګ کې د میانمار له مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر سره یو ځای د لنڅانګ سیند او مې ګونګ سیند په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د همکاریز میکانیزم د بهرنیو چارو وزیرانو اتمې غونډې مشري وکړي.