د کابل ـ ننګرهار لویې لارې په اوږدو کې د سروبي بازار ته نږدې د انارو لوی بازار شته، چې د کاپيسا د تګاب تازه انار پکې پلورل کيږي.
د تګاب انارو په افغانستان او سیمې کې ځانګړی او ښه شهرت خپل کړی دی.
زمونږ همکار دغه بازار ته ورغلی او دا ويډيويي راپور يې پرې جوړ کړی دی.