لي چيانګ د سينګاپور له مرستيال صدر اعظم سره وکتل
CMG2023/12/07 10:10:19
شريکول:

د چين صدر اعظم لي چيانګ د ډسمبر د ۶مې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې د سينګاپور له مرستيال صدر اعظم او د ماليې وزير لورنېنس وونګ سره کتلي دي.

صدر اعظم لي چيانګ له نوموړي سره د خبرو په ترڅ کې څرګنده کړې، چې چين غواړي راتلونکې ته په کتو له سينګاپور سره د دوو مشرانو په ستراتيژيکې لارښوونې دوه اړخيزو اړيکو ته کتنه وکړي او هراړخيز او باکيفيته پرمختګ ورکړي، د متقابل ستراتيژيک باور لوړه سويه ورسره وساتي او د ګډو ګټو پر بنسټ خپلمنځي باکيفيته همکارۍ ورسره پرمخ بوزي، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته زياتې ګټې ورسوي او د سيمې د ثبات او سمسورتيا لپاره لا زيات خدمتونه وکړي.

ښاغلي لورنېنس وونګ په دې کتنې کې ويلي، سينګاپور له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او نيت لري، چې خپلمنځي لوړ پوړی تګ راتګ ورسره زيات کړي، د اقتصاد او سوداګرۍ، پانګونې، زرغون پرمختګ او ډيجټلي اقتصاد په شمول ځينو برخو کې ورسره لا زياتې واقعي همکارۍ وکړي، د سيمې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره مثبت رول ولوبوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو، باکيفيته او اوږدمهالې ملګرتيا ته پر له پسې پرمختګ ورکړي.