اسرائيلي جنګي الوتکو په غزې کې پر شاوخوا ۲۵۰ هدفونو هوايي بریدونه کړي
CMG2023/12/07 10:27:00
شريکول:

د اسرائيل پوځ د ډسمبر په ۶مې نېټې خبر ورکړی، چې جنګي الوتکو يې تېره ورځ په غزې تړانګې کې پر شاوخوا ۲۵۰ هدفونو هوايي بريدونه کړي کړي.

اسرائيلي پوځ ويلي، چې هوايي ځواکونو يې په يادو بريدونو کې تونلونه، وسله وال او نور پوځي بنسټيز تاسیسات په نښه کړي دي.

د فلسطين رسمي خبري اژانس خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو د روانې مياشتې په ۵مې نېټې د غزې تړانګې په شمال کې د جباليه کډوالو کمپ پر يوه استوګنځي او ښوونځي بريدونه کړي، چې له امله يې لسګونه کسان وژل شوي دي.

خبر وايي، اسرائيلي جنګي الوتکو د همدې مياشتې د ۶مې نېټې په سهار د غزې تړانګې په منځ د نصرت کډوالو کمپ پر دوو کورونو هم بمباري کړې، چې له امله یې ۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.