د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د ډسبر په ۷مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ به د ډسمبر په ۱۲مې نېټې له ويتنام څخه دوه ورځنۍ لېدنه وکړي.
د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي نګوين فو تورونګ او د دغه هېواد سوسياليستي جمهوريت رئيس وو وان تهونګ رئیس شي جين پينګ ته بلنه ورکړې، چې له دغه هېواد څخه لېدنه وکړي.