چين ژمن دی چې د ملګرو ملتونو مرکزي بيړني صندوق ته بيا بسپنې ورکړي
CMG2023/12/07 09:58:42
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي دای بينګ د ډسمبر په ۶مې نېټې د دغه نړيوال سازمان مرکزي بيړني صندوق ته د بسپنې ورکولو په لوړ پوړې غونډې کې د چين حکومت په استازيتوب د بسپنې بيا ورکولو ژمنه کړې ده.

دای بينګ ويلي، چې نړيواله ټولنه اوسمهال د شخړو، ناورينونو او سختو ساري ناروغيو په شمول له زياتو ننګونو سره مخ ده او په ټوله نړۍ کې د بشري مرستو اړتياوې مخ په زياتېدو دي. د ملګرو ملتونو مرکزي بيړنی صندوق د بشري مرستو عمده سرچېنه ګرځېدلې او اړمنو خلکو ته يې اغېزمنې او بيړنۍ مرستې برابرې کړې دي.