د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړی استازی وو وې هوا به د ارجنټاين د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي
CMG2023/12/07 18:44:09
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين اعلان کړی، چې د ارجنټاين د حکومت په بلنه به د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړی استازی او د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مرستيال رئيس وو وې هوا به د دسمبر په لسمه نېټه د ارجنټاين په پلازمينه بويس ايرس کې د دغه هېواد د نوي ولسمشر جاوير ميلي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.