شي جين پينګ د اروپايي شورا رئيس چارليس ميشيل او د اروپايي کمېټې له رئيسې ورسولا ون دير لين سره وکتل
CMG2023/12/07 15:07:49
شريکول:


د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۷مې نېټې په بېجينګ کې د دياو يو تای په دولتي هوټل کې د اروپايي شورا رئيس چارليس ميشيل او د اروپايي کمېټې له رئيسې ورسولا ون ډير لين سره کتلي او په خپلمنځي اړيکو ورسره غږیدلی دی.

چارليس ميشيل او ورسولا ون دير لين د چين او اروپايي ټولنې د مشرانو په ۲۴مې غونډې کې د ګډون په پار د چين پلازمېنې بېجينګ ته تللي دي.

شي جين پينګ دواړو ميلمنو ته ښه راغلاست ويلی او په خبره يې، دواړو مشرانو د تېر کال له پای راهيسې په وار سره له چين څخه لېدنې کړي، د دواړو خواوو د ستراتيژۍ، اقتصاد او سوداګرۍ، زرغون پرمختګ او ډيجيټلي چارو ډيالوګ زياتې لاسته راوړنې لري، خپلمنځي اړيکې يې د پرمختګ په ښه تمايل کې ساتل شوي او همدا د دواړو خواوو د ګټو او د خلکو له تمې او هيلو سره سمون لري او دواړه خواوې دې په ګډو هلو ځلو د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ تمايل وساتي.

نوموړي ويلي، اوسنۍ نړۍ د پېړۍ له بې سارو بدلونونو سره مخ ده او په وينا يې، چين او اروپا د څو قطبيز کېدو د هڅونې په بهير کې دوه لوی ځواکونه، د نړيوال کېدو د پلويتوب دوه لوی بازارونه او د متنع تمدنونو د لارښوونې دوه تمدنونه دي او خپلمنځي اړيکې يې د نړيوالې سولې، ثبات او سمسورتيا پسې ټينګ تړاو لري.

روان کال د چين او اروپايي ټولنې تر منځ د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د تاسيس له شلمې کليزې سره برابر دی. 

شي جين پينګ ويلي، چين او اروپا دې په ګډه نړۍ ته زياتې ثابتې انرژۍ برابرې کړي، پرمختګ دې وهڅوي او نړيوالې ادارې ته دې لا زيات ملاتړ برابر کړي.

نوموړي زياته کړې، دواړه خواوې دې د اړيکو په نوي پيل کې تاريخي تجربې راغونډې کړي، عمومي نړيوال تمايل ته په کتو دې خپلې دندې ترسره کړي او هراړخيزې ستراتيژيکې دوستانه اړيکې دې پر سم لوري روانې کړي.

چين او اروپا دې د متقابلو ګټو پر بنسټ همکارۍ او سياسي باور پياوړی کړي، ګډې ستراتيژيکې پيژندنې دې راغونډې کړي، يو له بل سره دې ګټې شريکې او پر وړاندې دې هر ډول خنډونه لرې کړي، خپلمنځي خبرې اترې او همکارۍ دې پياوړې کړي او خپلو خلکو ته دې ګټې ورسوي.