شي جين پينګ د اروپايي شورا مشر او د اروپايي کمېټې له رئيسې سره ليدلي
CMG2023/12/07 16:45:48
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۷مې نېټې په بېجينګ کې د دياو يو تای په دولتي هوټل کې د اروپايي شورا مشر چارليس ميشيل او د اروپايي کمېټې له رئيسې ورسولا ون ديرلين سره کتلي دي.

شي جين پينګ له يادو مشرانو سره په کتنې کې ويلي، چې چين او اروپا دې سياسي بنسټ ټينګ کړي، په ستراتيژيکو نظرونو دې يو بل ته وګوري، د مشرانو کتنې او د پنځو مشرتابه خبرو اترو د لارښوونې رول دې ولوبوي، ستراتيژيک تګ راتګ دې پياوړی او د رغنده خبرو اترو له لارې دې خپلمنځي تفاهم زيات کړي او په مناسب ډول دې توپيرونه حل کړي.

نوموړي ويلي، دواړه خواوې دې سمې پيژندنې ولري، متقابل باور دې پياوړی او خپلمنځي اړيکې دې ټينګې کړي، د ميکانيمونو د توپيرونو له امله دې يو بل ته د سيال په نظر نه ګوري، د سياليو په رامنځته کولو دې همکارۍ نه کموي او د توپيرونو له امله دې يو له بل سره مقابله نه کوي.

شي جين پينګ چيني شکل عصري کېدل او د اروپا يو ځايښت د چين او اروپا د راتلونکي لپاره ستراتيژيک انتخابونه بللي دي.

نوموړي زياته کړې، دواړه خواوې دې د متقابل احترام پر بنسټ يو له بل ملاتړ وکړي، ستراتيژۍ دې سره ونښلوي او ګډ پرمختګ دې ومومي. د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ پلان يو پرانيستی ډګر دی او د نړۍ څه باندې ۱۵۰ هېوادونو او خلکو ته يې واقعي ګټې رسولې  دي.

چارليس ميشيل او ورسولا ون ديرلين اروپايي ټولنه او چين د نړۍ دوه ستر ځواکونه او يو د بل اقتصادي او تجارتي همکاران بللي دي او په پراخو برخو کې همکارۍ لري. د اروپا او چين تر منځ همکارۍ يو بل ته د ګټو رسولو پر بنسټ مناسبې دي او د خپلمنځي  اړيکو ښه پرمختګ یې د خلکو له ګټو او د نړۍ د سمسورتيا او امنيت سره سمون لري.اروپا له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او نه غواړي له چين سره اقتصادي اړيکې پرې کړي.

 دوی زياته کړې، چې اروپايي ټولنه د يو چين پيژندلو پر اصل ټينګار لري، همکارۍ او همغږۍ به ورسره زياتې کړي، د څو قطبي کېدو ساتنه به وکړي او له چين سره به په ګډه د اوکراين او منځني ختيځ په شمول د ځينو مسئلو د حل لپاره هڅې وکړي.