ټولو عربي هېوادونو له چين سره د کمربند او لارې د همکارۍ سندونه لاسليک کړي
CMG2023/12/07 09:57:18
شريکول:

د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ۶مې نېټې د يوې نوبتي خبري ناستې په ترڅ کې خبر ورکړی، چې هېواد يې د تېر نومبر په ۲۹مې له اردن سره د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ يادښت لاسليک کړی دی او په خبره يې، چين له ټولو ۲۲ عربي هېوادونو سره د کمربند او لارې د همکارۍ سندونه لاسليک کړي دي.

روان کال د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز له لسمې کليزې سره برابر دی. د وانګ ون بين په وينا، چين او عربي هېوادونو له تېرو لسو کلونو راهيسې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې د ليدو وړ لاسته راوړنې درلودې او په ۲۰۲۲ کال کې يې سوداګريز حجم له ۴۳۰ ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی و، چې دا شمېر له تېرو لسو کلونو مخکې په پرتله يو چند زياتوالی ښيي.

نوموړي زياته کړې، چې په تېرو لسو کلونو کې د چين او عربي هېوادونو د خپلمنځي پانګونې عمومي اندازه هم څو چنده زياته شوې ده. دواړو خواوو د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په چوکاټ کې څه باندې ۲۰۰ سترې پروژې پلې کړي او کابو ۲ ميليارډو خلکو ترې ګټې پورته کړې دي.