پوتين او محمد بن سلمان: د منځني ختيځ د ثبات لپاره به ګډې هڅې وکړو
CMG2023/12/07 10:12:22
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتین د ډسمبر په ۶مې نېټې د سعودي عربستان په پلازمېنې رياض کې د دغه هېواد له وليعهد محمد بن سلمان بن عبد العزيز آل سعود سره کتلي او د ځينو مسئلو په اړه ورسره غږیدلی دی.

 دواړو خواوو د منځني ختيځ د ثبات ساتلو لپاره د ګډو هڅو اعلان کړی دی.

د سعودي عربستان خبري رسنيو خبر ورکړی، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د دغې کتنې په ترڅ کې پر دې ټينګار کړی، چې مختلفې خواوې باید د منځني ختيځ د حالاتو په اړه خپلمنځي تماسونه او نظر تبادلې پياوړې کړي.

وليعهد محمد بن سلمان ويلي، چې سعودي عربستان به د منځني ختيځ د ثبات ساتلو لپاره له روسيې سره ګډې هڅې وکړي.

دواړو خواوو د کتنې پر مهال د روسيې او سعودي عربستان د اړيکو ښه پرمختګ هم تائيد کړی دی.