له نړيوالو ارزونو چيني اقتصاد ته کتنه
CMG2023/12/07 11:14:22
شريکول:

 چين له تېرو مسلسلو ۸ کلونو راهیسې په نړۍ کې د نوې انرژۍ کاروونکو موټرو د توليد او خرڅلاو اندازې لومړی مقام خپل کړی دی. دا د چیني اقتصاد د چټک پرمختګ یوه نښه ده.

 د اقتصادي پرمختګ زياتوالی یو څرګند شاخص دی. د روان کال په لومړیو دریو ربعو کې د چین اقتصاد د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵،۲ سلنه زياتوالی موندلی دی. په عین وخت کې، د امریکا او یورو زون د کلني اقتصادي زياتوالي کچه په جلا جلا توګه ۲،۴ سلنه او نژدې ۰،۵ سلنه وه. ځینې خلک په داسې حال کې وايي چې د چين اقتصاد به ژر سقوط کړي او د امريکا اقتصاد به سمسور شي. د امریکا او چین د اړیکو لپاره د جورج بوش صندوق رئیس نیل بوش د چین د اقتصاد د خرابېدو له نظر سره موافق نه دی چې ډېری نړیوال شخصیتونه او سازمانونه همداسې نظر لري.

د پيسو نړيوال صندوق او د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان په دې وروستيو کې په جلا جلا توګه د ۲۰۲۳م کال لپاره د چين د اقتصادي ودې وړاندوينه ۵،۴ سلنې او ۵،۲ سلنې ته لوړه کړې ده. سربېره پر دې، د J.P.Morgan Chase ، Morgan Stanley او Citigroup په ګډون ډېرو سوداګریزو ارګانونو هم د روان کال د چین د اقتصادي ودې وړاندوینه تر ۵سلنې پورته لوړه کړې ده. د پیسو نړیوال صندوق هم وړاندوینه کوي چې د چین اقتصاد به سږ کال د نړۍ په اقتصادي وده کې له ۳۰ سلنې څخه زیاته ونډه واخلي.

د روان کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې په چین کې په بهرنۍ پانګونې  ۴۱۹۴۷ نوې تصدۍ رامنځته شوې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۲،۱ سلنه زیاتوالی لري. د ډېرو بهرنیو تصدیو په نظر کې، "د چین سره سوداګري کول" د اسانتیا مانا لري. دا اسانتیا له کوم ځای څخه راځي؟ دا ځکه چې په چين کې د نړۍ تر ټولو بشپړ صنعتي او تولیدي سيستم لري او د توليدي چارو پيمانه يې په پرله پسې ١٣ کلونو کې په نړۍ کې لومړی مقام نيولی دی. چين هم په مسلسلو ۶ کلونو کې د نړۍ په کچه د توکو تر ټولو لوی خپل سوداګریز حيثيت ساتلی دی. د څېړنې او پرمختګ په چارو کې د چين د کارکوونکو شمېر هم له څو کلونو راهيسې په نړۍ کې لومړی مقام لري.

اسانتیا ګټې راوړي. چین د نړۍ دوهم لوی مصرف کوونکی بازار او ترټولو لوی انلاین پرچون بازار هم دی. د اټکل له مخې، په تېرو ۵ کلونو کې د چين د بهرنيو مستقيمو پانګونو (FDI) د ګټو انډول ۹،۱ سلنه ده، په اروپا او امريکا کې دا انډول ۳ سلنه او د برازيل، جنوبي افريقا او هند په څېر پرمختیايي اقتصادونو کې شاوخوا له ۴ سلنې څخه تر ۸ سلنې پورې دی.

 له دې څخه څرګندېږي چې په چين کې د بهرنۍ پانګونې د راستنېدو ګټو انډول په نړيواله کچه په نسبي توګه لوړ دی.

د چين د ډيجيټلي اقتصاد چټک پرمختګ هم د پام وړ دی، د عمومي حجم له نظره په نړۍ کې دوهم مقام لري او د انټرنيټ اپليکېشنونو، د انټرنېټ کاروونکو شمېر او د مصنوعي ځیرکتیا په ګډون ډېرو برخو کې د نړۍ مخکښ هېواد دی.

سربېره پر دې، د روان کال په لومړيو لسو مياشتو کې په چين کې د ځينو پرمختللو هېوادونو مستقيمې پانګونې ډېرې شوې دي. د بېلګې په توګه، له کاناډا، برېټانيا، فرانسې، سويس او هالنډ څخه په چين کې واقعي پانګونه په جلا جلا توګه ۱۱۰.۳ سلنه، ۹۴.۶ سلنه، ۹۰ سلنه، ۶۶.۱ سلنه او ۳۳ سلنه زياته شوې ده. د سویس د (CIO)  دفتر د دسمبر په ۴مه نېټه يوه اداري نظريه خپره کړه او ويې ويل چې چين يو داسې بازار دی چې له پامه غورځول نه کېږي او تمه ده چې د چينFDI به په تدريجي ډول بېرته ښه شي.

تر ټولو مهمه دا چې نن ورځ چین نور یوازې د "نړۍ فابریکه" نه ده. بلکې د زرغون پرمختګ او ډیجیټلي اقتصاد په څېر برخو کې چین یو "لارښوونکی" کېږي او نړیوال اقتصاد ته نوی خوځنده ځواک برابروي.