سوریې له ۲۰۱۲ کال راهيسې په سعودي عربستان کې خپل لومړی سفیر وټاکه
CMG2023/12/07 11:03:28
شريکول:

د سوريې خبري اژانس د ډسمبر په ۶مې نېټې خبر ورکړی، چې ايمن السوسن په همدې ورځ په سعودي عربستان کې د سوريې د نوي سفير په توګه لوړه کړې او د لوړې په مراسمو کې يې د سوريې ولسمشر بشارالاسد هم ګډون کړی و. هغه له ۲۰۱۲م کال راهیسې په سعودي عربستان کې د سوریې لومړی سفیر دی.

سوریې له سعودي سره په ۲۰۱۲م کال کې ډيپلوماتيکې اړيکې غوڅې کړې وې او کابو لس کلن ځنډ وروسته يې دغه هېواد ته خپل سفیر لیږلی دی.

د سوريې بهرنيو چارو وزارت د تېرې مې په ۹مې نېټې په سعودي عربستان کې د خپلو ډیپلوماټیکو چارو د بیا پیلولو اعلان کړی و او په ورته وخت کې د سعودي بهرنيو چارو وزارت هم يوې اعلاميې کې په سوريې کې د خپلو ډيپلوماتيکو چارو د بيا پېل خبر ورکړی و.

عرب ليګ په ۲۰۱۱م کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې د پیلېدو په درشل کې د سوريې غړيتوب وځنډاوه او هممهاله ګڼو عربي هېوادونو په سوریې کې خپل سفارتونه وتړل.

(ژباړه: شکريه)