د اردن بهرنيو چارو وزارت د ډسمبر په ۶مې نېټې خبر ورکړی، چې له غزې څخه يې ۱۱۰ اردني اتباع له رافح بندره ايستلي دي.
د اردن د بهرنیو چارو وزارت ویاندې سفیان القضاة په همدې ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي، چې وزارت يې په غزې تړانګې کې د پاتې اردني اتباعو حالت له نږدې څاري او په مصر کې د اردن سفارت کارکونکو ۱۱۰ کسان د رفح بندر له لارې ایستلي دي.
سفیان القضاة ويلي، چې ياد ۱۱۰ کسان د اردن د بهرنیو چارو وزارت په لېست کې شامل وو او د رفح بندر له لارې یې د لیږد اجازه ترلاسه کړې وه او په خبره يې، په مصر کې د اردن سفارت دوی ته اړین طبي خدمات برابر کړي او ډېر ژر به ورته اردن ته د تګ زمينه برابره کړي.
القضاة زياته کړې، چې د فلسطین او اسرائیل د روانې شخړې له پېل راهیسې په غزه کې ۹۱۳ اردني اتباع پاتې وو، چې تر دمه يې ترې ۴۵۸ ایستلي دي.