د لنڅانګ سیند او مېکونګ سیند په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ۸مه غونډه تر سره شوه
CMG2023/12/08 09:51:14
شريکول:

د لنڅانګ سیند او مېکونګ سیند په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د همکاریز میکانیزم د بهرنیو چارو وزیرانو ۸مه غونډه د ډسمبر په ۷مې نېټې په پلازمېنې بېجینګ کې ترسره شوه.

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سیاسي بیورو غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د میانمر مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر په ګډه د دغې غونډې مشري کړې ده.

په دغې غونډې کې د کمبوډیا، تایلنډ او ویتنام بهرنیو چارو وزیرانو او د لاوس د کمونېست ګوند د بهرنیو اړيکو مشر هم ګډون کړی و.

وانګ يي يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چین به د رئیس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوې د ښه ګاونديتوب ډيپلوماتیکې نظریې جدي تطبیق کړي، د مېکونګ سیند په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره به د کمربند او لارې د جوړونې نمونوي سیمه او د نړۍ د پرمختګ، امنیت او تمدن وړاندیزونو لپاره به نمونوي ازمويښتي سیمه جوړه کړي.

د غونډې ګډونوالو د دغه همکاریز میکانیزم بریالیتوبونه ستایلي او د سیمې د ثبات، سولې او سمسورتیا او د مختلفو هېوادونو د صنعتي او عصري کېدو د هڅونې مهم ډګر يې بللی دی. دوی د چین د خدمتونو لوړه ارزونه کړې او د راتلونکې په اړه يې د چین له وړاندیز سره موافقه کړې ده.