اسرائيل په ټيټ حد د غزې جنوب ته د سون موادو د برابرولو پرېکړه کړې
CMG2023/12/08 10:16:52
شريکول:

د اسرائیل حکومت مطبوعاتي دفتر د ډسمبر په شپږمې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د دغه هېواد کابېنې د بشردوستۍ له مخې د غزې جنوب ته په ټيټ حد د سون موادو د برابرولو پرېکړه منظور کړې ده.

د اسرائیل د حکومت ویاند ايلون ليوي د ډسمبر په اوومې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې جنګي کابېنه به یې وضعيت او حالاتو ته په کتو د غزې جنوب ته د سون موادو د ټيټ حد اندازه وټاکي.

اسرائيلي خبري رسنيو په همدې ورځ  ويلي، امريکې له اسرائيل څخه غوښتي، چې غزې ته تر زياتې اندازې پورې سون مواد برابر کړي او ورپسې اسرائيلي کابېنې د شپږمې نېټې په ماښام يادې پرېکړې ته منظوري ورکړې ده.

د اسرائيل دفاعي ځواکونو د ډسمبر په اوومې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د غزې په جنوب کې يې پراخ پوځي عمليات روان دي او سمندري ځواکونه يې د ځمکنيو ځواکونو د ملاتړ په پار د حماس پر پوځي اډو او بنسټیزو تأسيساتو دقيق بريدونه کوي.