چين او سينګاپور د ازادې سوداګرۍ تړون لا پسې پياوړی او اپګرېد کړ
CMG2023/12/08 09:42:21
شريکول:

د چين سوداګرۍ وزارت د ډسمبر په ۷مې نېټې خبر ورکړی، چې د چين او سينګاپور حکومتونو په دې وروستيو کې د خپلمنځي ازادې سوداګرۍ تړون د اپګرېد پروتوکول لاسليک کړی دی.

د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالو مسؤل د ياد پروتوکول لاسليک د لوړ معيار زمانې ته د چين د ازادې سوداګرۍ د مذاکراتو د ننوتلو يوه مهمه نښه بللې او په خبره يې، دا به د ارام سمندر په چاپېر د هراړخيزو او پرمختيايي اړيکو تړون(CPTPP) کې د چين د شاملېدو لپاره لا ټينګ بنسټ کېږدي.

چين او سينګاپور د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر په ۸مې نېټې د ياد پروتوکول د مذاکراتو د پيل اعلان کړی و او د تېرو ۳ کلونو په درشل کې يې څو پړاویزې سلامشورې کړي او په اخر کې يې خپلمنځي مذاکرات بشپړ کړي دي.