د امريکې بنديزونه د چين د پرمختګ مخه نه شي نيولي
CMG2023/12/08 15:00:15
شريکول:

د امریکې سوداګرۍ وزیرې ګینا ریموندو په دې وروستیو کې هڅې پېل کړي، چې د سمیکندکټر په شمول لوړې ټکنالوژۍ ته د چین لاسرسی غوڅ کړي او مخه يې ونیسي.

امریکا پلان لري، چې راتلونکی کال د چیني برېښنايي موټرونو او بیټريو پرزې له کمرکي امتیازي تګلارې څخه بې برخې کړي.

د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند هه یا دونګ د ډسمبر په ۷مې نېټې يوې خبري ناستې ته د امريکې د يادو کړنو په غبرګون کې ويلي، چې د واشنګټن دغه تدبیرونه د بېجينګ د پرمختګ مخه نه شي نيولی، بلکې امریکايي تصدیو ته به زیانونه ورسوي او په خبره یې، چین به د واشنګټن اړوندې تګلارې له نږدې وڅاري او د خپلو ګټو د ساتلو لپاره به کلک تدبیرونه ونیسي.

نوموړي ویلي، د چین او امریکې مشرانو څه موده وړاندې د سانفرانسیسکو په ملاقات کې هوکړه کړې، چې دواړه هېوادونه به په اړیکو کې د سیالۍ عوامل مسئولانه کنټرول کړي. هه یا دونګ هیله ښودلې، چې د امریکې اړوندې ادارې له چین سره د دواړو مشرانو د سانفرانسیسکو اجماع جدي تطبیق کړي.