اروپا دې د چين په اړه سم پوهاوی ولري
CMG2023/12/08 10:44:53
شريکول:

د چين او اروپايي ټولنې د مشرانو ۲۴مه کتنه د ډسمبر په ۷مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې تر سره شوه.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اروپايي شورا له مشر چارلېس ميشيل او د اروپايي کمېسيون رئيسې ورسولا ون دير لين سره د لېدنې پرمهال ويلي، چې دواړه خواوې دې پر خپلمنځي هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ټينګار او  سم پوهاوی ولري او دوه اړخيزو اړيکو ته دې جدي پرمختګ وکړي.

يادو اروپايي مشرانو څرګنده کړې، چې له چين سره د خپلو اړيکو پرېکون نه غواړي او د چين د اقتصاد ثابت او دايمي پرمختګ يې د اروپا په ګټه بللی دی.

شنونکو دا د هرکلي وړ خبره بللې، چې چين او اروپايي ټولنې په ډيالوګ او همکاريو د ننګونو پر وړاندې د ګډې مقابلې مثبتې څرګندونې کړې دي.

روان کال د چين او اروپايي ټولنې د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو له ۲۰مې کليزې او د دواړو لوريو د مشرانو کتنې ميکانيزم له ۲۵مې کليزې سره برابر دی.

شنونکي په دې نظر دي، چې د چين او ارپايي ټولنې تاريخي اړيکو ته په کتو د دواړو خواوو د مشرانو ياده کتنه د تېر او راتلونکې ترمنځ د مسير اهميت لري. دواړو لوريو تمه ښودلې، چې له دغې کتنې څخه ګټې پورته کړي، د خپلمنځي تګ راتګ تجربې راغونډې کړي،  لوړ پوړی تګ راتګ وساتي او راتلونکې ته په کتو خپلمنځي همکارۍ لا پراخې کړي.

يو د بل په اړه سم پوهاوی د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکاريو مخکښ شرط دی.

چين له تېرو ۲۰ کلونو راهيسې د اروپايي ټولنې په اړه درې ډيپلوماتيکې تګلارې ټاکلي، اروپايي ټولنې ته يې د نړۍ د يو مهم قطب په توګه کتلي، د اروپايي ټولنې د يو ځايښت له بهير يې ټينګ ملاتړ کړی او د اروپايي ټولنې په اړه خپلو تګلارو ته دوام ورکوي. خو د چين په اړه د اروپايي ټولنې په تګلارې کې ادلون بدلون راځي او له تېرو څو کلونو راهيسې يې له ستراتيژۍ لحاظه چين خپل همکار، سيال او حتی رقيب بللی او ځينو چارواکو يې بيا له چين سره د همکارۍ په اړه د خطرونو نظريه هم راپورته کړې ده. دا د دې ښکارندويي کوي، چې د اروپايي ټولنې اړوندې تګلارې د امريکا تر اغېز لاندې دي او د چين په اړه ناسم پوهاوی خپلوي او همدغه ټکي يې د دواړو خواوو د اړيکو د بدلون عمده لامل دی.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ د دواړو لوريو د مشرانو په يادې کتنې کې په اشارې ويلي، چې چين او اروپايي ټولنه دې يو بل ته په ستراتيژيک ليد وګوري، متقابل باور دې پياوړی کړي او خپلو کړو ژمنو ته دې د عمل جامه واچوي.

نوموړي ويلي، چين او اروپايي ټولنه دې د مختلفو سياسي نظامونو له امله يو بل ته د رقیب په سترګه نه ګوري، د سيالۍ د شتون په اثر دې خپلمنځي همکارۍ نه کموي او د توپيرونو په موجوديت کې دې يو له بل سره مقابلې نه کوي.

د شي جين پينګ ياد مهم ټکي د دواړو خواوو د اړيکو او همکاريو په پياوړتيا کې خورا ستر اهميت لري.

د اروپايي ټولنې يادو مشرانو ويلي، چې دوی به د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار ولري او له چين سره به په متقابل درناوي او ډاګيزې رويې د خپلمنځي توپيرونو د کنټرول په پار تماسونه او متقابل تفاهم زيات کړي.

د اتريش پخواني صدر اعظم وولفګنګ شېسير په دې وروستيو کې له سي ايم جي سره په يوې مرکې کې ويلي، چې دواړه خواوې په سيالۍ سره لا پياوړې کېږي، خو دا سیالۍ بايد سالمې او متقابل درناوي پر اساس وشي او په خبره يې، د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ همکارۍ په اصل کې يو د بل د ښېګڼو بشپړتيا او د ګډو ګټو موندل دي.

چيني لوري د يادې کتنې په ترڅ کې هيله ښودلې، چې اروپايي ټولنه خپل د اقتصادي او سوداګريزو چارو کليدي همکار، د علمي او تخنيکي چارو امتيازي همکار او د صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو د باور وړ همکار وبولي.

د چين او اروپايي ټولنې تېر ۲۰ کلن تګ راتګ ته په کتو، دواړه لوري يوازې په داسې حال کې، چې يو بل ته د ستراتيژيک همکار په نظر وګوري، خپلمنځي اړيکې پرمخ وړلی او پر لوړې سويې ګامونه پورته کولای شي.