په چوان جو ښار کې د ورېښمو سمندري لارې پنځم نړیوال هنري فیسټیوال پرانیستل شو
CMG2023/12/08 22:46:31
شريکول:

د ورېښمو سمندري لارې پنځم نړيوال هنري فیسټيوال د دسمبر په اتمه نېټه د چين د فو جيان ولایت په چوان جو ښار کې پرانيستل شو. 

په دغه فیسټیوال کې د نړۍ د ۴۳ هېوادونو او سیمو ۵۲ هنري ډلو او کابو ۱۶۰۰چيني او بهرنيو هنرمندانو او کارپوهانو ګډون کړی او په راتلونکو څو ورځو کې به د نڅاوو، کنسرټونو او انځوريزو نندارتونونو په ګډون ډول ډول هنري نندارې وړاندې کړي.

چوان جو ښار د ورېښمو لرغونې سمندري لارې د پیل ځای بلل کېږي او د دې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو او سیمو سره یې سوداګريزې راکړې ورکړې ساتلې دي.

د ورېښمو سمندري لارې نړیوال هنري فیسټوال له ۲۰۱۴ م کال راهیسې په هرو دوو کلونو کې یو ځل د چین د فوجیان ولایت په چوان جو ښار کې ترسره کېږي او هدف یې د دغې لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو او سیمو د کلتوري تبادلې او متقابلې زده کړې هڅول دي.