روسيه د شمالي قطب په زون کې ۱۷۵۰ ميليارډه روبله پانګونه کوي
CMG2023/12/08 10:59:18
شريکول:


د روسيې د ليرې ختيځ او شمالي قطب د پرمختګ وزارت لومړي مرستيال حسينوف د ډسمبر په ۷مې نېټې په سنپيترسبورګ کې د ” شمالي قطب: اوس او راتلونکې“ ۱۳م نړيوال فورم عمومي غونډې ته ويلي، چې د شمالي قطب په روسي خاوره کې ۷۶۶ پانګيزې پروژې راجلب کړي، چې د پانګونې عمومي اندازه يې ۱۷۵۰ميليارډو روبلو (کابو ۱۹ ميليارډه امريکايي ډالره) ته ورسېږي.

 

نوموړي ويلي، د شمالي قطب زون د ملاتړ ستراتيژۍ، چې روسيې يې په ۲۰۲۰ کال کې په پلې کېدو شروع کړې، تر اوسه ۷۶۶ پانګيزې پروژې راجلب کړي، چې د پانګونې عمومي اندازه يې ۱۷۵۰ ميليارډو روبلو ته رسېږي او کابو ۴۰ زره کسانو ته به کاري فرصتونه برابر کړي.