چين: نړیواله ټولنه دې د نړيوالو ډله ييزو جرمونو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي
CMG2023/12/08 10:51:47
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د ډسمبر په ۷مې نېټې په نړۍ کې د نړيوالو ډله ييزو جرمونو په اړه د امنیت شورا علنۍ غونډې کې ګډون او وينا کړې او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتي، چې خپلمنځي همکارۍ پياوړې او د نړيوالو ډله ييزو جرمونو پر وړاندې دې کلکه مبارزه وکړي.

نوموړي ویلي، چې په نړۍ کې د جرمونو د نړيوالو ډلو تر منځ تګ راتګ او د جرمونو پېچلتيا او مسلکيتوب د زياتېدو په حال کې دي او له ترهګرو سره يې د نړۍ امنیت ته ګواښ پېښ کړی دی.

جانګ جون ويلي، چې نړیواله ټولنه دې د ګډ، هراړخیز، همکاريز او دوامدار امنیت د مفهوم پر اصولو همکارۍ او د نړيوالو ډله ييزو جرمونو پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي.