اردوغان د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه یونان ته تللی
CMG2023/12/08 10:52:39
شريکول:

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د ډسمبر په ۷مې نېټې يونان ته سفر کړی او د دغه هېواد له مشرانو سره يې د دوه اړخيزو همکاريو د پياوړتيا او نورو مسايلو په اړه خبرې کړې دي.

اردوغان په همدې ورځ د یونان له ولسمشرې کترينا ساکيلاروپولو او د دغه هېواد له صدراعظم کونستانتينوس ميتسوتاکيس سره کتلي او د ترکیې د يوه حکومتي پلاوي په مشري یې له يوناني لوري سره لوړ پوړې غونډه ترسره کړې ده.

دواړو خواوو له غونډې وروسته ((د اتن د دوستۍ او ښه ګاونډیتوب اعلامیه)) هم لاسلیک کړې ده.

اردوغان له غونډې وروسته يوې خبري ناستې ته ويلي، چې ((د اتن د دوستۍ او ښه ګاونډیتوب اعلامیه)) کې د دواړو هیوادونو د همکاريزو اړیکو د جوړولو غوښتنه شوې او هيله يې ښودلې، چې د دواړو هېوادونو اړيکې په خوځښت راشي او په کال کې يو ځل ورته غونډه ترسره کړي.

د يونان لومړي وزیر ميتسوتاکيس رسنیو ته ویلي، چې له اووه کلن ځنډ وروسته د یونان او ترکیې د همکاريزې کمېټې غونډه شوې او په خبره يې، دا د دواړو هیوادونو د نوښتګرو اړیکو ښکارندويي کوي.

نوموړي ويلي، یونان او ترکیه دې سوله ييز تګ راتګ روان وساتي او يو بل ته دې د نظر توپيرونه څرګند او د حل لاره دې ورته ولټوي.