اذربايجان او ارمنيستان د خپلمنځي اړيکو د ښه والي اعلان کړی
CMG2023/12/08 09:44:06
شريکول:

د اذربايجان ولسمشرۍ ماڼۍ او د ارمنيستان د صدراعظم دفتر د ډسمبر په ۷مې نېټې يوه ګډه اعلاميه خپره کړې، چې له مخې يې دواړو هېوادونو نيت ښودلی، چې د يو بل د ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا د درناوي پر بنسټ به خپلمنځي اړيکې عادي مدار ته ستنوي او د سولې تړون به لاسليک کوي.

د دغې اعلاميې له مخې، دواړه خواوې د خپلمنځي باور د ټينګېدو په پار موافقې ته رسېدلې دي.

 اذربايجان به د ښه نيت په موخه ۳۲ ارمنيستاني پوځيان خوشې کړي او په بدل کې به يې ارمنيستان ۲ اذربايجاني پوځيان ازاد کړي او دغه راز ارمنيستان به د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون ضد چوکاټي تړون کې د شاملېدو خپل غوښتنليک بېرته واخلي او د اذربايجان له شاملېدو به ملاتړ وکړي.