د ۲۰۲۳ کال د ګرجستان او د چين د شيجيانګ د تولیداتو نهم نندارتون د ډسمبر په شپږمې نېټې د ګرجستان په پلازمينې تبليسي کې پرانيستل شو.
د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د ګرجستان د حکومتي چارواکو، د صنعتي او سوداګريزو ټولنو د شخصيتونو او د تصديو استازو په ګډون څه باندې ۱۵۰ کسانو ګډون کړی و.
د ګرجستان د چاپېريال ساتنې او کرنې مرستیال وزيز نوزادر يادو مراسمو ته ويلي، د ګرجستان او چين ترمنځ نژدې همکاريو، په ګرجستان کې د پانګونې چاپېريال او د چین د سوداګرو تجربو، پوهې او دودونو د دوه اړخيزو همکاريو لپاره ښه زمينه برابره کړې ده. هغه باور ښودلی، چې دغه نندارتون به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لا پياوړې کړي.
ياد نندارتون د چين د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې کې د دغه هېواد د نړيوالې سوداګرۍ هڅونکې کميټې فرعي څانګې په کوربتوب تر سره کيږي او درې ورځې به دوام ولري.
د دغه نندارتون پراخوالی شاوخوا دوه زره متره مربع ښودل شوی دی.